په کندهار ښار کې د اتو کیلومتره جادې د رغونې چارې پیل شوې

د کندهار ولایت مقام خبر ورکړی چې په دغه ښار کې د اته کیلومتره اوږدې او ۸۰ متره پلنې جادې د اساسي رغولو چارې پیل شوې دي.
د دغه ولایت مقام رسنیز مرکز په اېکس‌ لیکل شوي چې دا جاده له «امارت څلورلارې» پیل تر «نساجي پله» پورې رسېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دې پروژې په لومړي فاز کې شاوخوا ۲،۵ کيلومتره جاده شامله ده چې د څه باندې ۱۱۵ میلیون افغانیو په لګښت به اتو میاشتو کې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.
د مسوولینو په وینا چې همداراز د یادې پروژې د دویم فاز چارې به راتلونکی کال پیل شي.
د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر دا هم لیکلي چې پر دې ستره پروژه ټولټال ۱،۸ مليارده افغانۍ لګښت راځي او په تدریجي ډول به پلې شي.
د یادولو ده چې څه موده مخکې هم په کندهار ښار کې د ۱٫۴ میلیارد افغانیو په لګښت د یوې پروژې رغنیزې چارې پيل کړې وې.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه دا ډول پروژې پیل شوې او د ډېرو چارو یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W1101W
دکمه بازگشت به بالا