پکتیا ۱۴ کلن ماشوم ژغورل شوی، ۴ تښتوونکي نیول شوي

کورنیو چارو وزارت وایي، چې د پکتیا امنیې قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یو ۱۴ کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.

دغه وزارت زیاتوي، چې انسان تښتوونکو یاد ماشوم د پکتیا مرکز ګردیز ښار له پیرباغ سیمې څخه تښتولی و.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، د دې قضیې په تړاو یوه څلور کسیزه وسله‌واله ډله له یو میل کلاشینکوف، دوه مخابرو او یو شمېر نورو تجهیزاتو سره نیول شوې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6826a
دکمه بازگشت به بالا