پکتیکا د اورلګیدنې له امله د ښرنې تیلو پمپ تخلیه شوی دی

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې د تیلو يوه پمپ اور اخیستی دی، د ياد اور د کابو کولو لپاره سیمې ته د اور وژنې ادارې کارکوونکي رسېدلې دي.
د اور د شدت او خلکو ته د زيان اوښتو څخه د مخنيوي په موخه سپارښتنه شوې چې ياده سيمه کې شته ښاریان او هتۍوال له سیمې ووځي او يادې سمې ته نږدې ورنشي.
د پکتیکا ولایت مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت چې له نورو ولايتي مسوولينو سره يو ځای سیمې ته رسېدلی خلکو ته یې د اور پر وخت د کابو کولو ډاډ ورکړی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/f699h

