پکتیکا له فرضي کرښې سره نږدې ۱۰ تعلیمي ودانۍ ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

پکتیکا ولایت کې فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولسوالیو کې د ۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ بابا ښوونځیو او یوې مدرسې لپاره د نویو ودانیو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د يوې مدرسې او نهو ښوونځيو لپاره دا نوې جوړې شوې ودانۍ په برمل، شکین، نعمت اباد، ووړممۍ او تروو ولسوالیو کې جوړې او تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد د یادو ښوونځیو د پرانستنې په مهال ولسونو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت هغه سیمې له پامه نه غورځوي چې په تېر کې له خدماتو محرومې پاتې دي.

د پکتيکا د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد ويلي: «د دې تعلیمي مرکزونو په بشپړېدو سره به نېږدې شپږ زره ماشومان د عصري او دیني زدکړو لپاره په خوندي چاپیریال کې زده کړو ته لاس رسی پیدا کړي.»

په پکتیکا کې له فرضي کرښې سره مېشتو ولسونو ته ګڼې پروژې د امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړي امر منظورې شوې چې د روان کال تر پایه به یو شمېر نورې پروژې هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2388e
دکمه بازگشت به بالا