ډونالډ ټرمپ د ایران د نظام بدلون «غوره اقدام» وباله

ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په دوام ادعا کړې چې د ایران د اوسني نظام بدلون ښايي «تر ټولو غوره اقدام» وي؛ هغه څرګندونې چې د شنونکو په باور د نړیوالو اصولو خلاف او د فشار سیاست د دوام څرګندونه بلل کېږي.
د نوموړي څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اړوند خپرو شويو مطالبو کې راخیستل شوې دي، چې پکې ټرمپ د ایران پر چارواکو د اوږدمهاله خبرو او د عملي اقداماتو پر نشتوالي نیوکه کړې او هڅه یې کړې چې د وضعیت پړه پر تهران واچوي.
ټرمپ ادعا کړې: «څلور اویا کاله کېږي چې هغوی یوازې خبرې کوي، په دې موده کې خلک زیانمن شوي او تاوتریخوالی زیات شوی.» خو سیاسي څارونکي وایي، واشنګټن خپله د سیمې د کړکېچونو یو مهم لامل پاتې شوی او د بندیزونو، فشارونو او سیاسي مداخلې له امله یې د وضعیت د خرابېدو زمینه برابره کړې ده.
نوموړي همداراز د ایران نظام د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی او نړیوالې ټولنې ته یې د «عملي ګامونو» غوښتنه کړې، خو منتقدین باور لري چې امريکا د نورو هېوادونو پر ضد ورته دریځونه تر ډېره سیاسي اهداف لري او د نړیوالو اړیکو د ترینګلتیا لامل ګرځي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د رژیم بدلون په اړه دا ډول څرګندونې نه یوازې د ملي حاکمیت له اصولو سره ټکر لري، بلکې د سیمې د ثبات لپاره هم جدي ګواښ ګڼل کېږي، ځکه د بهرنیو فشارونو سیاست په تېرو کلونو کې د سولې پر ځای شخړې زیاتې کړې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q405q
دکمه بازگشت به بالا