ډېلي بېسټ د واشنګټن برید انګېزې ناپېژندل شوې؛ څېړونکي احتمالات ارزوي

د ډېلي بېسټ وېبپاڼې د راپور له مخې، سره له دې چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر عسکرو د برید څرک له اسلامي امارت سره په کلکه رد کړی، خو د قضیې پلټونکي امریکايي چارواکي لا هم د موضوع ځينې اړخونه ارزوي. راپور وايي، څېړونکي هغه معلومات شنني چې ښايي رحمانالله لکڼوال د خپلې کورنۍ د فشار، ګواښ يا زور له امله دغه برید ته اړ شوی وي؛ خو د دې فرضیې رسمي تأيید تر اوسه نهدی شوی.
سرچینو ډېلي بېسټ ته ویلي، پلټونکي هڅه کوي معلومه کړي چې لکه څنګه چې ویل کېږي، نوموړی له هغو کسانو سره چې د اسلامي امارت اړوند بلل کېږي، اجباري اړیکې درلودې که نه. خو تر دې دمه داسې کوم شواهد نهدي خپاره شوي چې د اسلامي امارت کومه مستقيمه ښکېلتیا پياوړې کړي. راپور زیاتوي، څېړونکو لپاره یوه مهمه پوښتنه دا ده چې څنګه یو کس، چې نه یې جرمي سابقه لرله او نه افراطي تمایلات، د اوږدې فاصلې وهلو وروسته په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر عسکرو برید ترسره کړ.
پلټونکي په خپلو څېړنو کې احتمال هم ارزوي چې ښايي پر لکڼوال داسې فشار موجود و چې د رد امکان یې نهلره. ځينې څېړونکي داسې فرضیه هم یادوي چې که یې پیاوړې شي، د ټرمپ د حکومت دریځ به د اسلامي امارت پر اړه لا سخت کړي، خو تر اوسه امریکايي ادارو په دې اړه کوم رسمي دریځ نهدی اعلان کړی.
ځینې امریکايي چارواکي، په ګډون د اېف بيای مشر، د سپينې ماڼۍ استازی او د دفاع وزارت چارواکي، لکڼوال سخت منتقد وبللی؛ خو د ده حقوقي برخلیک لا هم د محکمې وروستۍ پریکړې ته انتظار لري. راپور زیاتوي، رحمانالله لکڼوال واده کړی، پنځه ماشومان لري او د محکمې د حکم له مخې د ده قضیه اوس د جزایي پروسې په وروستیو پړاوونو کې ده.
اميرخان متقي په کابل کې خبرې کې ټینګار کړی چې یاد برید یوازې «يو شخصي عمل» و او له افغانانو او اسلامي امارت سره هېڅ ډول تړاو نه لري، او زیاتوي چې دغه کس تر امریکا ته تر رسېدو مخکې د امریکايي ځواکونو له لوري روزل شوی و. اسلامي امارت په رسمي دریځ کې دا ډول ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې یاد برید د افغانستان له حالاتو او واقعیتونو سره تړاو نهلري.
راپور لیکي چې رحمانالله لکڼوال د پخواني افغان پوځ د صفري قطعو غړی و او د سیمې عملیاتو پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره د داعش، القاعده او نورو وسله والو ډلو پر ضد همکاری کړې وه. د امریکا د کورني امنیت وزیرې کريستي نُوم ادعا کړې چې نوموړی د امریکا ته تر کډوالۍ وروسته «افراطي شوی»؛ خو د هغې د څرګندونو رسمي اسناد لا عام نهدي شوي.
سرچینې زیاتوي چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د برخلیک په اړه بېلابېل روایتونه شته؛ خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د عمومي عفوې اعلان یې کړی او د هر ډول هدفمند چلند راپورونه ردوي.
ډېلي بېسټ راپور پای کې لیکي، د قضیې پلټونکی ټیم لا هم د برید د اصلي انګېزې په اړه وروستۍ پرېکړه نهلري او د موضوع ټول اړخونه د څېړنې لاندې دي.

