کابل د پنځم مکروریان پروژې پېرودونکو ته تر ۱۴ سلنې تخفیف اعلان شو

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د کابل د نهمې ناحیې د پنځم مکروریان استوګنیزه پروژه چې د ایوګار کالپ شرکت تر څار لاندې پلې کېږي، د نوو او پخوانیو مشتریانو لپاره ځانګړی تخفیف لري.
د خبرتیا له مخې، پخواني یا نوي مشتریان که په لومړۍ میاشت کې پاتې قسطونه ورکړي یا نوی پېر وکړي، ۱۴ سلنې تخفیف ترلاسه کوي، په دویمه میاشت کې ۹ سلنې او په درېیمه میاشت کې ۴ سلنې تخفیف ورکول کېږي.
وزارت وايي، هغه کسان چې قسطونه پرې پاتې دي باید د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر څلورو میاشتو خپل پاتې قسطونه ورکړي، که نه د شکایت حق به ونه لري.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1111s

