کابل: د کرنې وزارت د کوچیانو د لاسي صنایعو ۳۳م نندارتون پرانیست

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی چې نن (چهارشنبې) د یاد وزارت له لوري د کابل په «بادام باغ» کې د لاسي صنایعو ۳۳ م نندارتون پرانیستل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په یاد نندارتون کې د کوچیانو مالداري محصولات او لاسي صنایع او د کوچیانو د ژوند دودیزې بڼې نندارې ته اېښودل شوي دي.

دغه نندارتون د هېواد د کرنې، مالدارۍ او دودیزو فرهنګي ارزښتونو د پېژندنې په برخه کې مهم بلل شوی او څلور ورځې به دوام ولري.

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د لاسي صنایعو ورته نندارتونونه پرانیستل شوي وو.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6171a
دکمه بازگشت به بالا