کابل عیدګاه جومات د پنځه وخته لمونځونو لپاره پرانیستل شو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو د ارشاد او انسجام عمومي ریاست د دیني ارزښتونو د احیا او د جوماتونو د فعال رول د پیاوړتیا په موخه یو لړ اقدامات پيل کړي دي.

ياد وزارت وايي، چې د دغه لړۍ په دوام کې د کابل تاریخي او ستر «عیدګاه جومات» نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پنځه وخته لمونځونو د ترسره کولو لپاره د خلکو پر مخ پرانیستل کیږي.

تر دې وړاندې په یاد جومات کې یوازې د اخترونو لمونځونه ادا کېدل، خو وزارت ویلي چې له دې وروسته به دا جومات د جمعې او پنځه وخته لمونځونو لپاره هم فعاله وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b7030a
دکمه بازگشت به بالا