کابل کې د منځنۍ اسیا د استازو مشورتي غونډه ترسره کېږي

ټاکل شوې نن کابل کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د منځنۍ اسیا هېوادونو د لوړپوړو استازو مشورتي غونډه ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دې غونډه کې به پر مهمو سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو سربېره د سیمهییزو همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ پر پراختیا هم بحث وشي.
سرچینه زیاتوي، د غونډې د پایلو او نورو جزییاتو په اړه معلومات به وروسته خپاره شي.

