کار او ټولنیزې چارې وزارت: سبا د افغانستان د بشپړ بهرني اشغال پای ورځ ده

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي اميد راډیو ته ويلي، چې سبا (یکشنبه د وږي نهمه) په ټول هېواد کې رسمي ورځ ده او ټولې چارې به په عادي ډول ترسره شي.
ښاغلي ابراهيمي دغه څرګندونه په داسې مهال کوي، چې سبا د افغانستان په تاریخ کې هغه ورځ ده، چې د امریکایي پوځیانو په بشپړ وتلو سره هېواد د بهرني اشغال له شتون څخه ازاد شو او وروستی امريکايي عسکر «کريستوفر دوناهو» و چې الوتکې ته پورته او له افغانستانه ووت.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a599s