کاليفورنيا کې کورنۍ غونډه په وير واوښته وسله‌وال بريد کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي

د امريکا د کاليفورنيا په شمال «استاکتن» ښار کې د یوې کورنۍ غونډې پر مهال د وسله‌وال بريد له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

امريکايي رسنيو د ځایي چارواکي هدر برنت په حواله دغه بريد هدفمند بللی او په وينا يې چې بريد کوونکی لا تر اوسه نه دی نيول شوی.

د ويلو ده، چې د دې بريدګر هويت او بريد عامل هم تر اوسه نه دی روښانه شوی.

یاد ښار د سکرامنتو له پلازمینې شاوخوا ۸۰ کیلومتره جنوب او د سان‌فرانسیسکو له شمال ختیځه ۱۶۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f847h
دکمه بازگشت به بالا