کاناډا نتنیاهو که هېواد ته راشي، د جزا نړیوالې محکمې د حکم پر بنسټ به ونیول شي

د کاناډا لومړي وزير مارک کارني ویلي، چې که د اسرائيلو لومړی وزير بنیامین نتنیاهو کاناډا ته سفر وکړي، نو هېواد به یې د نړیوال جزایي محکمې د نیولو له حکم سره سم، هغه ونیسي.
«د ټايم اف اسرائيل» ورځپاڼې ويلي، چې کارني دا څرګندونې د «بلومبرګ» له راډیوي خپرونې سره په یوه مرکه کې کړې دي.
د يادې ورځپاڼې د راپور له مخې: “کله چې ترې وپوښتل شول، چې ایا کاناډا به د نتنیاهو د نیولو حکم پلي کړي؟ هغه په قاطع ډول وویل: «هو».”
د کاناډا لومړي وزير دغه راز د فلسطین د دولت رسمیت پېژندلو ته په اشارې ويلي، چې دا يې د پالیسۍ له لومړیتوبونو څخه و.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1060s

