کانونه او پټرولیم وزارت : د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې سره د سرب او جست پروسس کارخونه جوړیږي

د کانونو او پټرولیم وزارت له يوه خصوصي شرکت سره د «سرب او جست» د پروسس کارخونې د جوړولو هوکړه‌ليک لاسلیک کړی دی.

ياد وزارت وايي، یاده کارخونه د ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې په درې پړاوونو کې جوړیږي او په ورځ کې به تر ۵۰۰۰ ټنه د تولید وړتیا ولري.

د خصوصي شرکت مسوولينو ژمنه کړې چې د کارخونې د اړتیا وړ برېښنا لپاره به د برېښنا حرارتي دستګاه جوړه کړي او د خامو موادو د برابرولو په موخه به د ډبرو سکرو پر یوه «کان» هم پانګونه وکړي.

د ويلو ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت په وروستیو کلونو کې هڅې ګړندۍ کړې چې د خصوصي سکتور په راخپلولو سره د افغانستان طبیعي زیرمې په عملي عوایدو بدلې کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5739a
دکمه بازگشت به بالا