کرزی د نجونو زده‌کړه د هېواد د راتلونکي لپاره هېڅ بدیل نه لري

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت تازه پیغام خپور کړی او په هغه کې یې د نجونو د تعلیم پر بیا پيل ټینګار کړی دی. نوموړي دا څرګندونې نن (پنجشنبه) د خپل رسمي فېسبوک‌پاڼې له لارې کړي او لیکلي یې دي چې د هېواد د راتلونکي لپاره هېڅ خبره د زده‌کړو بدیل نه شي کېدای.

کرزي په خپل پیغام کې ویلي چې وخت یې رارسېدلی څو په ټول هېواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شي او ټولو ماشومانو ته د زده‌کړې مساوي فرصتونه برابر شي. هغه ټینګار کړی چې د هرې ټولنې بنسټ د ماشومانو پر ښوونه او روزنه ولاړ وي او د هغوی پراخه تعلیم د افغانستان د دوامدار پرمختګ لپاره اړین دی.

پخواني ولسمشر زیاته کړې چې د ماشومانو سالم روزنه، د هغوی خوندیتوب او د زده‌کړې ته پراخ لاسرسی د یوه هراړخیز، سوله‌ییز او روڼ راتلونکي بنسټ جوړوي. د هغه په وینا، نړیواله ورځ د دې یادونه کوي چې د ماشومانو حقونه باید د هر ډول سیاسي او ټولنیزو اختلافاتو څخه جلا او په کلکه خوندي پاتې شي.

نوموړي له اړوندو ادارو او ټولنیزو بنسټونو غوښتي چې د ماشومانو د تعلیم، روزنې او هوساینې په برخه کې خپلې هڅې لا پیاوړې کړي او د هېواد راتلونکی نسل د ثابت، پرمختللي او باوري راتلونکي لپاره ښه چمتو کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f674h
دکمه بازگشت به بالا