کله چې د ایران هر وګړی، له هر رنګ او سلیقې سره، د وطن پر دفاع یو موټی و

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، نن شنبه د اسد ۱۸، د خبریال د ورځې په مناسبت د ایران د دولتي ټلویزیون او د شبکې خبر له مرکز څخه لیدنه وکړه او په خبرو کې یې د جګړې پر مهال د ملي یووالي بې ساری انځور بیان کړ.
پزشکیان وویل چې د جګړې پر مهال، حتا هغه کسان چې تمه یې نه کېده او له هغوی سره شخړې شوې وې، یا پر حق او ناحق بندي شوي وو، ټول د ایران ترڅنګ ودرېدل.
هغه زیاته کړه چې په جګړه کې داسې وختونه راغلل چې د ده لپاره یې تصور ناشونی و؛ بېلګه یې ورکړه چې «یو شمېر نجونې چې بېحجابه وې او موږ ورسره ښه چلند نه و کړی، آن داسې نجونې چې موږ یې بڼه نه منله، د رهبر ترڅنګ ودرېدې او د ایران د بشپړتیا او فرهنګ دفاع یې کوله.»
د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې باید د نظرونو او سلیقو توپیرونه ومنل شي او دښمني ونه ګڼل شي. هغه وویل: «صدا و سیما د جګړې پر مهال د همدلی او یووالي وسیله وه او هیله لرم چې اوس هم وکولای شي د خلکو ترمنځ د همغږۍ او یووالي لامل شي.