کندهار د پنبې حاصلات زیات شوي، د وچکالۍ مدیریت لپاره بندونه جوړېږي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په روان کال کې اټکل کېږي د دغه ولایت د پنبې حاصلات به ۸ زره او ۶۰۰ ټنو ته ورسېږي؛ هغه اندازه چې د تېر کال پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي. د مسوولینو په وینا، سږ کال په کندهار کې پر ۲ زره او ۱۵۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې، او د کیفیت له پلوه هم کښتونه ښه وضعیت لري.
سرچینې زیاتوي چې تېر کال په کندهار کې پر ۲ زره او ۵۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه او ۸ زره او ۲۰۰ ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي وو، خو سږ کال د باراني حالاتو او د اصلاحشویو تخمونو له امله حاصلات د ۴۰۰ ټنو په اندازه لوړ اټکل کېږي.
په راپور کې راغلي چې دا پرمختګ د هېواد د عمومي وضعیت له مخې د پام وړ دی، ځکه په تېرو څو کلونو کې د افغانستان ډېری ولایتونه د سختې وچکالۍ، د اوبو د نشتون او د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخامخ شوي دي. یو شمېر کروندګر وايي چې د اوبو کمښت د دوی کروندې، حاصلات او اقتصادي وضعیت زیانمن کړی، او د بدیل اوبو سرچینو په نشتون کې ډېری کښتونه د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخامخ وي.
بلخوا اسلامي امارت څرګنده کړې چې د اقلیم د بدلون د اغېزو د کمولو لپاره بېلابېل ملي پروګرامونه عملي کېږي. د کرنې وزارت چارواکي وايي چې په ګڼو ولایتونو کې د اصلاحشویو تخمونو د وېش پروسه روانه ده، تر څو د کروندګرو د تولیداتو کیفیت لوړ او اقتصادي زیانونه کم شي.
دغه راز مسوولین زیاتوي چې په هېواد کې د وچکالۍ د مدیریت لپاره د سلګونو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي. د دوی په وینا، دغه بندونه به د سېلابي اوبو د کنټرول تر څنګ د ځمکې لاندې اوبو د سطحې په لوړېدو کې مهم رول ولوبوي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره به دایمي مرسته وکړي.

