کندهار نېش کې د اوبو بند جوړېږي؛ چارواکي یې د ګټو یادونه کوي

د ا.ا کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې د کندهار ولایت د نیش ولسوالۍ په «چکاو» کلي د اوبو یو کوچني بند د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پروژه به ۱۲٫۹ میلیون افغانۍ لګښت راشي.
سرچینې لیکلي د اوبو دغه کوچنی بند ۱۶۱ متره اوږدوالی، ۸ متره لوړوالی او د ۸۰ زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دا هم لیکلي چېد یاد کوچني بند د کار په بهیر کې به لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه برقراره وساتل شي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې د اوبو کوچنیو بندونو (چکډېمونو) د جوړولو چارې ګړندۍ شوې او لسګونه دا ډول کوچني بندونه ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ویلو ده چې د اوبو کوچني بندونه د ځمکې اوبو د سطحې لوړېدو لپاره مهم بلل کېږي، همداراز د سېلابي اوبو د کنترول لپاره هم ګټوور ثابت شوي دي.

