کندهار کې د سېلابونو له امله ۶۰۰ کورنۍ ژغورل شوې

کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت ویلي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د سېلابونو له امله شاوخوا ۶۰۰ زیانمنې شوې کورنۍ ژغورل شوې او خوندي ځایونو ته لېږدول شوې دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، زیانمنو کورنیو ته د سوداګرو او ځوانانو په مالي ملاتړ ډوډۍ او نور اړین توکي هم رسېدلي دي.
مسوولین وایي، د مرستو لړۍ دوام لري او هڅه کېږي زیانمنو کورنیو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

