کندهار ۱۵ «صفر انرژۍ» سړې خونې جوړې شوې

په کندهار ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چې د خاکریز او ژړۍ په ولسوالیو کې د نږدې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت ۱۵ نوې «صفر انرژۍ» لرونکې سړې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سړې خونې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مالي ملاتړ او د «او.ایچ.ډبلیو» موسسې په تخنیکي همکارۍ رغول شوي دي. سرچینې وايي چې له ټولې پروژې څخه ۱۰ سړې خونې په خاکریز او ۵ نورې په ژړۍ ولسوالۍ کې جوړې شوې دي.
د کرنې ریاست په وینا، هره سړه خونه د ۲۰ ټنه پیازو د ساتلو وړتیا لري، او جوړښت یې داسې طرحه شوی چې د بریښنا له اړتیا پرته د تودوخې د کنټرول وړتیا لري، ترڅو د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو مخه ونیول شي.
مسوولین زیاتوي چې د دغو سړو خونو د جوړولو هدف د پیازو د حاصلاتو د اوږدمهاله ساتنې، د محصولاتو د بازارموندنې د اسانتیا، د بزګرانو د عوایدو د زیاتېدو او د پیازو د کیفیت د لوړولو لپاره بنسټیز ګام دی. د دوی په خبره، په دې پروژه سره به بزګران وکولای شي خپل محصولات په ښه قیمت پلور ته وړاندې کړي او د موسمي خرابېدو له ستونزې سره مخ نه شي.

