کونړ: زلزلهځپلې سیمې د ماینونو تر سخت ګواښ لاندې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفن دوجاریک وایي، چې د کونړ په زلزلهځپلو سیمو کې شاوخوا ۲۵ کیلومتره مربع ځمکه د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو له خطره ډکه ده.
نوموړي د یوې خبري ناستې پر مهال زیاته کړې، چې د زلزلې له امله زيانمن شوي کسان اوس هم د سرپناه، طبي وسایلو، د څښاک اوبه، خوراکي توکي او روغتیایي خدمتونه ته بېړنۍ اړتياوې لري.
دا په داسې مهال ده، چې د کونړ په ځانګړې توګه د نورګل (مزار دره) کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو، مرستندويه ټيمونو او د عامه خلکو له لوري د زلزلې له امله د زيانمن شويو د ژغورنې په دوام سربېره د لومړنيو اړتياوو د ورسولو هڅې روانې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a740s

