ګوترش د امریکا او اسرائیل بریدونه وغندل او د کړکېچ د کمېدو غوښتنه یې وکړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، امنیت شورا غونډه کې د وینا پر مهال پر ایران د اسرائیل او امریکا له لوري ترسره شوي بریدونه وغندل او هغه یې نړۍوالې سولې او ثبات ته جدي ګواښ وباله

ګوترش وویل، روان وضعیت کولای شي سیمه لا ډېرې بېثباتۍ ته یوسي او نړیوال امنیت له خطر سره مخ کړي. هغه ټینګار وکړ چې د شخړو د حل یوازینۍ اغېزمنه لاره سولهییزې هڅې او ډیپلوماسي ده، او زیاته یې کړه چې له سولې پرته بل بدیل نه شته.
سرمنشي همداراز پر بحرین، قطر او متحده عربي اماراتو د ایران وروستي بریدونه هم وغندل او له ټولو ښکېلو لورو یې وغوښتل چې له زغم کار واخلي او د کړکېچ له پراخېدو ډډه وکړي.
نوموړي د ملګرو ملتونو له منشور سره د سم چلند غوښتنه وکړه او ویې ویل چې هر ډول پوځي اقدام باید نړۍوالو قوانینو ته په پام ترسره شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې سیمه له پراخ پوځي کړکېچ سره مخ ده او نړیواله ټولنه د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي

