ګوتېرېش: د غزې لپاره عاجلې مرستې، اوربند او بندیان خوشې کېدل ضروري دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وايي، ملګري ملتونه به د سولې هوکړې د “بشپړ پلیتابه” ملاتړ وکړي، غزې ته به د بشري مرستو لېږد ډېر او په دې تراړه کې به د بیارغونې هڅې ګړندۍ کړي. هغه له ټولو خواوو غوښتي چې د اسراییلي یرغملو د خوشې کېدو، دایمي اوربند او په سملاسي توګه غزه ته د بشري توکو رسېدو ته د اجازه ورکولو په ګډون، د دې هوکړ ټولو شرایطو ته غاړه کېږدي. ښاغلی ګوتېرېش وايي: “کړاو باید پای ته ورسېږي.
” نوموړي زیاته کړې، “زه له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کوم چې له دې مهم فرصته د اشغال پای ته رسولو لپاره د یوې بااعتباره سیاسي لارې په موندل کېدو کې، د فلسطیني خلکو لخوا پخپله د خپل برخلیک ټاکلو حق په رسمیت پېژندنې او د دوو هېوادو حللارې په تحقق کې ګټه واخلي، چې اسرائیلیان او فلسطینیان په سوله او امنیت کې ژوند تېر کړي.”
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6438a