یمن خبرداری ورکړ چې د امریکا جنګي بېړۍ ته به سخت غبرګون وښيي

په یمن کې د انصارالله غورځنګ خبرداری ورکړی چې که د امریکا جنګي بېړۍ سره سمندرګي او عرب سمندرګي ته نږدې شي، نو دوی له سخت نظامي غبرګون سره به مخ شي.
د ایراني رسنیو په راپورونو کې د یمن د چارواکو په حواله ویل شوي چې د دوی وسله‌وال ځواکونه په سیمه کې د امریکا نظامي تحرکات څاري او پر وړاندې یې په لوړه کچه نظامي چمتووالی لري.
له تېرو څو ورځو راهیسې داسې راپورونه خپرېږي چې امریکايي جنګي بېړۍ د ایران په لوري روانې دي او له دې سره هم‌مهاله اسرائیلي رژیم هم پر ایران د بل برید خبرداری ورکړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f141f
دکمه بازگشت به بالا