یونېسف: جاپان په افغانستان کې د ماشومانو لپاره ۴.۴ مېلیونه ډالره مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) خبر ورکړی چې د جاپان حکومت په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۴.۴ مېلیون ډالره نوې مرسته ځانګړې کړې. دغه مرسته به د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لارې ولګول شي.
ټاکل شوې تر ۶۰ زرو زیات کسان، چې نیمایي یې ماشومان دي، د څښاک اوبو، حفظ‌الصحې، روغتیا او نورو برخو له خدماتو برخمن شي. یونېسف ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۲.۸ مېلیونه کسانو بېرته ستنېدو وروسته په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا پېچلې شوې، او شاوخوا ۶۰ سلنه بېرته ستانه شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
راپور ښيي، چې ۶۷ سلنه کورنۍ له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دي او ۲۵ سلنه کورنۍ له ناپاکو اوبو ګټه اخلي. په هغو سیمو کې چې د بېرته ستنېدونکو شمېر زیات دی، د اوبو د کمښت له امله د نس‌ناستي پېښې ډېرې شوې او د ناروغیو د خپرېدو ګواښ لوړ شوی دی.
یونېسف زیاتوي، چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ تر نومبر میاشتې پورې له ۱۳ زرو ډېر بې‌سرپرسته ماشومان ثبت شوي، چې دا د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q858q
دکمه بازگشت به بالا