یوه باوري سرچینه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو لپاره یعقوب مجاهد او وثیق قطر ته تللي دي

یوې باوري سرچینې ویلي، چې د افغانستان د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د ترسره کولو لپاره قطر ته سفر کړی دی.
سرچینه زیاتوي، د دواړو هېوادونو د اړیکو د وروستیو ترینګلتیاوو له امله دغه سفر د قطر د منځګړیتوب په هڅو ترسره شوی، څو د شخړو د کمېدو او د متقابل تفاهم د پیاوړتیا په موخه خبرې وشي.
د یادونې ده، چې تر اوسه د اسلامي امارت له لوري په دې تړاو رسمي څرګندونې نه دي شوې.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a983s

