آذرخش حافظی د افغان شخصیتونو د کمیسیون له لارې هېواد ته راستون شو

کمیسیون د افغان شخصیتونو د تماس له لارې اعلان کړی چې آذرخش حافظی، د افغانستان پخواني د سوداګرۍ خونې رئیس، بېرته هېواد ته راستون شوی دی.
دغه کمیسیون نن، شنبه (د سنبله ۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي حافظي وطن ته د راستنېدو خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي حافظي د کمیسیون له لوري د تود هرکلي او د خپل هېواد ته د بیا راستنېدو پر مهال خپله خوشحالي څرګنده کړې ده. هغه هیله څرګنده کړې چې د هېواد اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه به د هېوادوالو په ګټه پرمخ ولاړ شي.
دغه راستنېدنه د افغان سوداګرۍ او پانګونې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي او تمه ده چې په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ او د سوداګرۍ په برخه کې د باور فضا نوره هم ټینګه کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5060a