احصایې اداره: شپږو میاشتو کې ۷۰ زره زیږون کارټونه وېشل شول

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان لمریز کال په لومړيو شپږو میاشتو کې یې ۷۰ زره او ۱۹۲ زیږون کارټونه ویشلي دي.

په دغه شمېر کې څه باندې ۴۶ زره لویانو او تر ۲۳ زرو زیات ماشومانو ته ویشل شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ تر ټولو زیات کارټونه کابل او بیا ورپسې خوست، بلخ او ننګرهار، هرات کې وو.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په دې موده کې څه کم ۱۲ نیم زره د مړینې پارچې هم وېشل شوي چې تر ټولو ډېرې یې په کابل، کندهار او خوست کې وې.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6039a
دکمه بازگشت به بالا