احمدولي هوتک نن شپه د اتلولۍ کمربند لپاره له روسي سیال سره سیالي لري

احمدولي هوتک، د افغانستان د ازادو مبارزو نوموتی لوبغاړی، نن شپه (پنج‌شنبه) له خپل روسي سیال سره په قفس کې د سیالۍ ډګر ته ځي.

دا سیالي د نړۍ په یو له معتبرو سازمانونو «WTKF» کې، د اتلولۍ د کمربند د ترلاسه کولو لپاره د مرکزي مبارزې په چوکاټ کې، په بلاروس کې ترسره کېږي.

هوتک به په ۷۰ کیلوګرام وزن کې د روسیې د استازي پر وړاندې سیالي کوي، په داسې حال کې چې ده تر دې وړاندې هم یو روسي داغستانی سیال مات کړی و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1143s
دکمه بازگشت به بالا