احمد ولي هوتک روسیې ته روان شو، د اکتوبر ۲۳مه به له روسي سیال سره سیالي وکړي

خبرگزاری سریع؛ د افغانستان د ازادو سیالیو مشهور ورزشکار احمد ولي هوتک به د روسي سیال پر وړاندې په اصلي سیالۍ کې میدان ته ځي.

هغه نن سهار (یک‌شنبه) د خپلې سیالۍ د ترسره کولو لپاره له کابل څخه روسیې ته روان شوی دی.

ټاکل شوې چې احمد ولي هوتک به د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د MMA Series په سیالۍ کې له خپل روسي سیال سره مخ شي.

احمد ولي هوتک له دې وړاندې هم یو روسي داغستانی سیال مات کړی و او دا ځل یې هدف دا دی چې یو ځل بیا د بریا ریکارډ خپل کړي.

دکمه بازگشت به بالا