اردوغان او بن سلمان د سیمه‌ییزو چارو او همکاریو پراخولو بحث شوی

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په یوه ټيليفوني اړیکه کې پر یو شمېر سیمه‌ییزو او دوه‌اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دواړو مشرانو په دې ټيليفوني اړيکه کې، د انقرې او ریاض ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو تر څنګ، د سیمې روان وضعیت هم تر بحث لاندې نیول شوی دی.
د راپور له مخې، د خبرو مهم محورونه د سومالیا، یمن او د غزې تړانګې وضعیت ښودل شوی دی.

رجب طیب اردوغان ویلي، چې انقره په سومالیا او یمن کې وروستي تحولات له نږدې څاري او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا ساتل د سیمې د ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړې، چې هېواد یې چمتو دی په یمن کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د نږدېوالي لپاره هڅې وکړي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې د ژمي له رارسېدو سره په غزه کې بشري وضعیت لا پسې خراب شوی او نړیواله ټولنه باید بېړني اقدامات وکړي.

په راپور کې راغلي، چې اردوغان او بن سلمان هوکړه کړې، څو د انقرې او ریاض ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3321e
دکمه بازگشت به بالا