اردوغان ترکیه د افغانستان او پاکستان اوربند ټینګښت ملاتړ ته چمتو ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د ترکمنستان په پلازمېنه، عشقآباد کې د «سولې او باور نړیوال فورم» په نوم د غونډې په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په لیدنه کې وویل چې ترکیه د افغانستان – پاکستان ـ اوربند د ټينګښت په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو ده.
اردوغان څرګنده کړه چې انقره له اسلاماباد سره د «ښو اړیکو» د پیاوړتیا لپاره کار کوي، او د ترکیې د اطلاعاتو ریاست په وینا، ترکیه به هڅه وکړي چې د انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري نوره هم پراخه کړي.
نوموړي د پاکستان او افغانستان د اوربند د تمدید هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې ترکیه چمتو ده د هغه میکانیزم ملاتړ وکړي چې د شخړې د نشتون د تضمین لپاره رامنځته شوی دی.
په عشقآباد کې دا فورم د ترکمنستان د دایمي بېطرفۍ د ۳۰مې کلیزې، او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له لوري د ۲۰۲۵ کال د «سولې او باور د نړیوال کال» د نومولو په مناسبت جوړ شوی دی.

