اردوغان له پوتین سره د ایران پر جګړې خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټلېفوني خبرې کړې دي.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر د معلوماتو له مخې، اردوغان په دې خبرو کې ویلي چې ترکیه د امریکا او اسراییلو له لوري د ایران پر ضد ترسره کېدونکي بریدونه نه مني، او همداراز د هر ډول غچ‌اخیستونکو اقداماتو ملاتړ نه کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې ترکیه خپلې اړیکې د سولې او ثبات پر محور پر مخ وړي، څو د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي.

ترکیې تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی چې پر ایران روان بریدونه باید ودرول شي، ځکه د دغو اقداماتو دوام کولای شي سیمه له پراخو او خونړیو نښتو سره مخ کړي.

دکمه بازگشت به بالا