اروپايي ټولنه د افغان ښځو او نجونو علمي ونډه ارزښتناکه بللې

په افغانستان کې اروپايي ټولنې استازولۍ د ښځو او نجونو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، ساینسي، ټکنالوژۍ او ریاضیاتو برخو کې د افغان ښځو او نجونو ونډه ارزښت لري او باید ملاتړ یې وشي.
یادې استازولۍ څرګنده کړې چې له نرسانو او قابلو تر څېړونکو پورې، ښځې روغتیايي، علمي او ټولنیزو برخو کې مهم رول لري. د دوی په وینا، د ښځو فعاله ونډه د یوه روغ، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره حیاتي اهمیت لري.
اروپايي ټولنې زیاته کړې چې علمي ډګرونو کې د ښځو حضور د مسلکي سکتورونو پیاوړتیا، نوښت ودې او اوږدمهال پرمختګ سره مستقیم تړاو لري. همداراز ټینګار شوی چې د علمي فرصتونو برابرول د ټولنې عمومي ودې او ثبات لپاره اساسي عنصر ګڼل کېږي.
دا څرګندونې داسې مهال خپرې شوې چې نړۍواله کچه د ساینس په برخه کې د ښځو ونډې ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د برابر فرصتونو رامنځته کول مهم اصل بلل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q284q
دکمه بازگشت به بالا