اروپايي ټولنه د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته برابروي

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د WE-LEAD پروګرام د دویم پړاو پیل په موخه ۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته برابروي. دا پروګرام د ملګرو ملتونو له لوري پلي کېږي او د افغان ښځو د ژوند دلګښتونو، اقتصادي خپلواکۍ او ونډې د ملاتړ برخه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام راپور زیاتوي چې دا پروژه د هغو خنډونو پر لیرې کولو تمرکز کوي چې د ښځو اقتصادي ګډون محدودوي، لکه مالي سرچینو ته محدود لاسرسی، بازارونه، مسلکي مهارتونه او د عاید دوامدار فرصتونه.
د پراختیایي پروګرام په راپور کې راغلي چې د پروګرام په چوکاټ کې به د شریعت له اصولو سره سم مالي میکانېزمونه، د سوداګرۍ پراختیایي خدمتونه، لارښوونه او د بازارونو سره نښلول شامل وي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر، ویرونیکا بوسکوویچ پوهار، ویلي: «اروپايي ټولنه ویاړي چې د WE-LEAD د نوي پړاو له لارې له پراختیایی پروګرام سره خپله ملګرتیا دوامداره ساتي. دا پروژه د ښځو او نارینهوو د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کوي، هغوی له بازارونو سره نښلوي او د ټولنې پر بنسټ مالي میکانېزمونه پیاوړي کوي.»
همداراز، افغانستان کې د پراختیایی پروګرام استازي، سټیفن رودریګز، ویلي چې دا پړاو به زرګونو ښځو او د ښځو په مشرۍ کاروبارونو ته د مالي پوهاوي، مالي سرچینو او ځانګړو سوداګریزو خدمتونو له لارې ملاتړ برابر کړي او د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې به مهم رول ولوبوي.

