اروپايي ټولنه د تاوتریخوالي ضد کمپاین کې د ښځو روغتیا ملاتړ کوو

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د پیل شوي کمپاین د دوام په اړه تازه څرګندونې کړي او په هېواد کې د ښځو او نجونو د روغتیايي زدهکړو او خدماتو پر دوامداره ملاتړ یې ټینګار کړی دی.
د دغه پلاوي په وینا، د روغتیايي برخو پیاوړتیا او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو روزنه د مور او ماشوم د خوندیتوب او د اساسي طبي خدمتونو د پراخ لاسرسي لپاره خورا مهمه ده. یاد پلاوی وايي چې د ښځو او نجونو مسلکي پرمختګ د افغانستان د روغتیايي سکتور د ثابت پرمختګ یوه حیاتي برخه جوړوي.
اروپايي ټولنه زیاتوي چې دوی په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په موخه د بیلابېلو پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکوي، څو ښځې، نجونې او مېندې په بیړنیو او مهمو حالتونو کې د اړینو خدمتونو تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخ نه شي.
د اروپايي ټولنې په څرګندونو کې راغلي چې د «تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره اقدام» په نوم روان کمپاین د ټولنې د روغتیا، خوندیتوب او عامه پوهاوي د لوړولو لپاره مهم رول لري او هدف یې دا دی چې د هر وګړي لپاره د خوندي، عادلانه او برابر روغتیايي خدماتو د وړاندې کېدو اهمیت روښانه کړي.
دغه څرګندونې په داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، د ښځینه روغتیايي کدرونو روزنه او د مور او ماشوم د خوندیتوب پروګرامونه په پرلهپسې توګه پر مخ روان دي.
لینک کوتاه

