اروپایي ټولنه: افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ۴.۶ میلیونه ډالره مرسته اعلان شوه

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د هوا له لارې د بشري مرستو د رسولو لپاره د څه باندې څلور نیم میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف د سې شنبې په ورځ وویل چې د اروپایي ټولنې په څلور میلیونه او شپږ لکه ډالرو مرستې به د افغانستان لرې پرتو سیمو ته خوراکي مواد ورسیږي.

د راپورونو له مخې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د افغانستان دننه تر یوزر شپږ سوه ډیرې الوتنې شوې دي چې نړیوالې مرستې یې اړمنو کسانو ته په لرې پرتو سیمو کې رسولې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5954a
دکمه بازگشت به بالا