اروپایي ټولنه د افغان کډوالو د غیرقانوني بېرته لېږلو طرحه عملي کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارو خبرداری ورکړی چې اروپایي ټولنې افغانستان د غیرقانوني افغان کډوالو د لېږلو پر طرحې کار پیل کړی دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چې په دوی کې هغه افغان کډوال شامل دي چې په اروپا کې د قانوني استوګنې حق نه لري.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې په همدې تړاو د بروکسل چارواکو له کابل سره تخنیکي اړیکې پیل کړې دي.
د سرچینې په وینا چې که دا پروسه یقیني شي، ځینې اخلاقي او قانوني اندېښنې به ولري، ځکه په وینا یې چې افغانستان کې لا هم بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په وروستیو کې د جرمني په ګډون یو شمېر هېوادونو ځینې افغانان راستانه شوي کړي دي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د ایران او پاکستان په ګډون یو شمېر ګاونډیو هېوادونو هم د افغان کډوالو جبري رالېږل زیات کړي دي.
دغو هېوادونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغان کډوال افغانستان ته لېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1039w
دکمه بازگشت به بالا