اریجېټ سېنګ د فلمونو لپاره سندرې ویل پرېږدي

هندي رسنیو راپور ورکړی، د اریجېټ سېنګ د مینهوالو د تمې خلاف هغه به په ۲۰۲۶کال کې د فلمونو لپاره سندرې ویل پرېږدي. نوموړي د خپلې یادې پرېکړې په اړه لیکلي:« زه دغه لړۍ پای ته رسوم. دا یو ښکلی سفر و، نور به د پردې ترشا د فلمونو لپاره د سندرو ویلو نوی وړاندیز ونه منم».
د اریجېت سېنګ یادې پرېکړې د هغه د هنر ډېری مینهوال خپه کړي. رسنیو کاږلي، چې ډېر لږ هنرمندان د خپل شهرت په اوج کې داسې پرېکړې کوي. ښاغلي سېنګ ویلي، چې یوازې یې د پردې تر شا د فلمونو لپاره سندرې ویل پرې اېښي؛ خو د موسیقۍ هنر ته به دوام ورکړي.
هغه د نوي کال په یوه پیغام کې د خپلو مینهوالو له مینې مننه کړې او زیاته کړې یې ده: «د اورېدونکو له مینې مننه. که څه هم ما فلمونو ته د سندرو ویل پای ته رسولي؛ خو موسیقۍ ته دوام ورکوم».
هندي رسنیو تمه ښودلې، چې سېنګ به سږ کال نوې سندرې خپرې کړي. نوموړي پر خواله رسنیو لیکلي: «غواړم دا روښانه کړم، چې زه د موسیقۍ جوړول نه دروم».
اریجېت سېنګ تر دې وړاندې په فلمونو کې د پردې ترشا سندرې ویلې؛ خو په خپله د ټلوېزیون په څپو نه راڅرګندېده. دغه هندی سندرغاړی د خپل جادویي سورونو او زیاتو سندرو په لرلو سره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې زرګونه مینهوال لري.

