اریوبي وایي افغان ولس د یووالي په وسیله سرتاسري امنیت ټینګ کړی

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن اریوبي ویلي، افغان ولس د ملت په یووالي او محدودو امکاناتو سره شوروي اتحاد، انګرېزي ښکېلاک او ناټو په ګډون امریکا ته ماتې ورکړې، سره له دې چې مقابل لوري پرمختللي تجهیزات درلودل.
ښاغلي اریوبي د سلواغې ۲۶مې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې ټینګار کړی، چې د باطل مقابلې ته یوازې هغه وخت چمتو کېدای شو چې د مسلمانانو تر منځ یووالی وي او قوي دفاع او مقابله رامنځته شي.
هغه همداراز ویلي: “اوس مهال د افغانستان سرحدونه خوندي دي او په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی، اسلامي امارت ځواکمن سیاست، اقتصاد، تعلیم او نظام لري، چې د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.”

لینک کوتاه

https://sarie.news/q477q
دکمه بازگشت به بالا