ازبیکستان د انرژۍ وزیر: له افغانستان سره مرستې او د ترمذ ښار پرانیستل به اړیکې پیاوړې کړي

د ازبيکستان د انرژۍ وزیر میرزا محمدوف جرابیک د افغانستان د وروستیو زلزلو د قربانیانو په تړاو خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې هېواد به یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د سکټوري ملاتړ ترڅنګ د «ترمذ ښار» پرانیستل هغه اقدام دی چې د دواړو هېوادونو اړیکې به لا پیاوړې کړي.
د يادونې وړ ده، چې ښاغلي ميرزا محمدوف جرابيک دغه څرګندونې نن د «برېښنا د ثبات او پرمختګ په دوه ورځني نړيوال کنفرانس» کې کړې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a750s