استانبول خبرې درېدلې پاکستان له افغانستان د بریدونو د نه‌کېدو تضمین غواړي، خو خپله ژمن نه‌دی

استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات د پاکستاني لوري د غیرې منطقي غوښتنو له امله پرمختګ نه کوي.

په دې مذاکراتو کې پاکستاني لوري له افغانستان څخه غوښتي، چې په پاکستان کې د کېدونکو بریدونو د نه کېدو تضمین ورکړي.

د افغانستان پلاوي بیا ویلي، چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ او پخوانۍ ستونزه ده، خو افغانستان حکومت ژمن دی، چې د افغانستان خاوره به پاکستان او یا بل کوم هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

دغه راز افغان پلاوي له پاکستاني لوري غوښتي، چې په خپله خاوره کې دې داعش او نورو ډلو ته اجازه نه ورکوي، چې افغانستان کې تخریبي بریدونه وکړي، دغه هېواد به د افغانستان هوایي حریم نه نقض کوي او سیاست او سوداګري دې سره بیل کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6794a
دکمه بازگشت به بالا