استانبول د افغان او ترک پانګوالو ترمنځ غونډه او د پانګونې ښه فرصتونه

په استانبول کې د ترک او افغان سوداګریو او پانګوالو ترمنځ غونډې وشوې.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر رییس محمدالله بختیار دې غونډې ته ویلي، چې اوس‌مهال افغانستان کې په کانونو، کرنې، صنعت، انرژۍ او نورو بېلابېلو برخو کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې ده.

همدا راز نوموړي په افغانستان کې د ترکیې د پانګونې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي او هر ډول اسانتیاوې ورته برابروي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w267e
دکمه بازگشت به بالا