استرالیا د سیدني برید پلار او زوی کړی، ۱۵ تنه وژل شوي، څېړنې روانې دي

د اسټرالیا پولیسو اعلان کړی چې هغه برید، چې تېره ورځ (یکشنبه، د لېندۍ ۲۳مه) د دغه هېواد په سیډني ایالت کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو ترسره شو، د پلار او زوی لهخوا شوی دی.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات کسان، چې دوه پولیس هم پهکې شامل دي، ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي، د پېښې د څرنګوالي او انګېزو د روښانه کولو لپاره څېړنې لا هم روانې دي او امنیتي ادارې د موضوع ټول اړخونه په جدي توګه ارزوي.
د اسټرالیا حکومتي مسوولینو دغه برید پر یهودي ټولنې یو له مخکې پلان شوی او هدفمند اقدام بللی او ټینګار یې کړی چې د مذهبي ازادۍ او د خلکو د خوندیتوب ساتنه د دولت اساسي مسؤلیت دی. هغوی ډاډ ورکړی چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره به امنیتي تدابیر لا پیاوړي شي او عاملین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
چارواکو همداراز له خلکو غوښتي چې له امنیتي ادارو سره همکاري وکړي او د هر ډول شکمن فعالیت په اړه اړوندو بنسټونو ته معلومات ورکړي، څو د ټولنې امنیت خوندي پاتې شي.

