اسحاق ډار: د افغانستان مرستې کمې، د ترهګرۍ پر وړاندې اقدام غوښتل شوی

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، اسحق ډار د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د همغږۍ په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان ته راتلونکې مرستې کمې شوې دي او دوی له هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې د سوله ییز، باثباته او هوسا افغانستان لپاره کیږي.

په یوه اعلامیه کې چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، د ډار له قوله ویل شوي، افغانستان اوس هم د پاکستان لپاره د اندېښنې ډک ټکی دی او پر افغان حکومت یې له ترهګرۍ سره د مبارزې غږ هم کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6043a
دکمه بازگشت به بالا