اسرائيل او لبنان په ناقوره کې د درېیو لسیزو وروسته لومړۍ مخامخ خبرې وشوې

د اسرائيل او لبنان استازو له نږدې درېیو لسیزو وروسته د امریکا د متحده ایالاتونو په منځګړیتوب د «ناقوره» په سيمه کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرو ته ناسته کړې ده.
د راپورونو له مخې، د دغو خبرو موخه د پوله‌‌ييزو شخړو د شدت کمول او په سویلي لبنان کې د ثبات د ټینګښت لپاره د اقتصادي همکاریو ارزونه بلل شوې ده.
ويل‌کېږي، واشنګټن د دې ناستې د برابرولو لپاره په تېرو میاشتو کې پرله‌پسې هڅې کړې وې.
دغه لیدنه په داسې مهال ترسره کېږي، چې څه موده وړاندې د اسرائيل په یوه هوايي برید کې د حزب‌الله یو جګپوړی پوځي چارواکی، هیثم علي طباطبایي په بیروت کې وژل شوی و، او له هغې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w456e
دکمه بازگشت به بالا