اسرائيل د یوه سرتېري د وژل کېدو پلمه کړې؛ ۱۰۴ فلسطینیان یې شهیدان کړي، حماس وایي برید ورسره تړاو نه لري

د حم.اس له لوري اداره کېدونکی روغتیا وزارت وايي چې د اسرائيلو په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۰۴ فلس.طینیان وژل شوي دي. دا وروسته له هغه پېښېږي چې اسرائيل تور پورې کړ چې حماس یې یو سرتېری وژلی دی.
د اسرائيل پوځ ویلي چې دا بریدونه یې د حم.اس له لوري د امریکا په منځګړیتوب د اوربند له تړونه د سرغړونو په ځواب کې کړي او په وینا یې، “لسګونه ترهګر او ترهګریز هدفونه” یې په نښه کړي دي.
د اسرائيل دفاع وزیر پر حم.اس تور پورې کړی چې په غزه کې یې په برید کې یو اسرائيلی سرتېری وژلی او د وژل شوو یرغملو د مړو ورسپارلو له شرطه یې سرغړونه کړې ده.
خو حم.اس ویلي چې دا برید په دوی پورې “هېڅ تړاو نه لري” او اسرائيل یې تورن کړي چې هڅه کوي، دا تړون کمزوری کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6817a

