اسرائیلي بمبار: په غزه کې د خبریالانو ډله‌ییزه وژنه او ټپي کېدل

د غزې پر الناصر روغتون د اسرائیلو په دوه جلا بریدونو کې د لږترلږه ۲۰ کسانو وژنه چې پنځه خبریالان هم پکې وو، په نړیواله کچه غندل شوې.
غزه کې خبریالانو د یوه سوله ییز احتجاج پر وخت له وژل شویو خبریالانو سره خواخوږي وښوده، او غوښتنه یې دا وه چې پر اسرئیلو دې فشار راوړل شي چې پر خبریالانو دا ډول بریدونه پای ومومی.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې د الناصر روغتون د بریدونو په تړاو پلټنې پیل شوي، او دا یې “غمجنه” پېښه بللې.
په جنیوا کې مېشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د دغه برید په تړاو د عدالت غوښتنه کړې ده. د دغه دفتر ویاند ثمين الخيطان په یوه خبره ناسته کې وویل “دا خبریالان د ټولې نړۍ سترګې او غوږونه دي او دوی باید خوندي شي” هغه وویل عدالت ته اړتیا ده ” موږ تر اوسه پایلې یا د حساب ورکولو اقدامات نه دي لیدلي.”

لینک کوتاه

https://sarie.news/a568s
دکمه بازگشت به بالا