اسرائیل: د غزې ښار ټول اوسېدونکي دې “بشري سیمې” ته انتقال شي

د اسرائيلو پوځ د غزې ښار ټولو اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی او ويلي يې دي چې د دغې تړانګې جنوب ته چې دوی “بشري سیمه” بللې ولاړ شي.

اسرائیل وايي د خان يونس په مواصي سیمه کې به “ساحوي روغتون، د اوبو نلونه او د خوړو د وېش مرکزونه” جوړ کړي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې شاخوا يو ميليون خلک د غزې ښار شاوخوا سيمو کې ژوند کوي او پر دې د اسرائيلو بريد ښايي “ناورین” رامنځته کړي.

خبريالان وايي د غزې جنوب کې چې مخکې هم “بشري سيمه” بلل شوې وه څو ځله پرې هوايي بريدونه شوي وو او لسګونه کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

اسرائيل وايي غواړي په بشپړه توګه د غزې تړانګې کنټرول په لاس کې واخلي. خو ملګرو ملتونو په مکرر ډول په غزه کې د پوځی عملياتو او د ملکي وګړو د برخيلیک په اړه د اسرائیلو د پلانونو له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a762s
دکمه بازگشت به بالا