اسرائیل: د ټرمپ د سولې پلان له غوښتنې وروسته د غزې پوځي عملیات ودرول شول

د اسرائيلو سياسي مشرانو د دې رژيم پوځ ته امر کړی چې د غزې په تړانګه کې خپل پوځي عملیات ودروي او یوازې په دفاعي حالت کې پاتې شي.

د اسرائيلو رسنيو د راپور له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له اسرائيلو وغوښتل چې بریدونه بند کړي او د سولې طرحه ومني.

د ټرمپ په دې پلان کې د «اوربند ټینګښت، د بندیانو خوشي کېدل او د جګړې پای ته رسول» اساسي برخې ګڼل شوي دي.

د اسرائيلي پوځ راډیو ویلي، دغه پرېکړه د شپې ناوخته د صهيونيست رژيم او امریکايي چارواکو تر خبرو وروسته شوې ده.

په ورته وخت کې، د «کان» اسرائيلي شبکې راپور ورکړی چې تمه ده د ټرمپ د پلان په اړه رسمي خبرې ډېر ژر پیل شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6185a
دکمه بازگشت به بالا